د نومبر په ۲۲مه تر ۱۹ کلنو افغان کرکټ لوبډله د هند پر وړاندې

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبډله له هند سره سیالۍ ترسره کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنېو دفتر د معلومات له مخې ټاکل شوې ده چې  تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله به د هندوستان له تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې سره پنځه یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان له کرکټ بورډ څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې به په روانه نومبر میاشت کې ترسره شي.
دغه سیالۍ د هندوستان په لکنو لوبغالي کې د نومبر په ۲۲مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي

افغانستان د کرکټ بېلابېلې نامتو لوبډلې لکه ملي، الف، ۱۹ او ۱۶ کلنو کرکټ لوبډلې لري چې د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره یې بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي دي او د پام وړ لاسته راوړنې یې په خپل نوم کړي دي.