په سیر اې کې یوونټوس 2-1 و جېنوا ته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

 د یوونټوس لپاره بونوچي او رونالډو ګولونه ولګول.

 د جېنوا ګول بیا کریسټین ولګاوه.

بروسیا ډورټمنډ تېره شپه د جرمني په حذفي جام کې 2-1 و بروسیا مونشن ګلډباخټ ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه.

 د ډورټمنډ دواړه ګولونه برنډټ ولګول او د بروسیا مونشن ګلډباخټ یوازینی ګول ټورام ولګاوه.

لیورپول د انګلستان په اتحادیې جام کې د ارسنال سره لوبه قانوني وختونو کې 5-5 مساوي کړه، خو پینالټیو کې یي 5-4 ماته ورکړه او بل پړاو ته یی لاره پیدا کړه. ارسنال اوټ شو.

 د لیورپول لپاره موستافي (خپل پر ځان ګول)، میلنر، چمبرلین او اوریګي (2) ګولونه ولګول.

 د ارسنال لپاره ټوریرا، مارټینلي (2)، نیلز او ویلوک ګولونه ولګول.

منچسټر یونایټیډ د انګلستان په اتحادیې جام کي 2-1 و چیلسي ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه. چیلسي اوټ شوه!

 د منچسټر یونایټیډ دواړه ګولونه راشفورډ ولګول. د چیلسي ګول باټشوایي ولګاوه.

ریال ماډریډ تېره شپه په لالیګا کX 5-0 و لیګانیس ته ماته ورکړه.

 دا په دې فصل کX د ریال ماډریډ لومړۍ لوبه ده، چX په دې توپیر یي وګټله.

د خیمناسیا کلب روزونکي ډیګو ماراډونا د خپل کلب د 4-0 بریا په جریان کې، دا لوبډلې رهبري دا ډول وکړه.

راډیو مونټي کارلو:  د پاریس سېنټ جرمن ایټالیوي مرکزي لوبغاړي مارکو وراټي د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2024م کال پورې غځولی دی.