په سېر کې اث میلان له یوونټوس ماته ومنله، نور هم شته

محمود خان منندوی

یوونټوس په سیر اې کې اث میلان ته 1-0 د ډیبالا په ګول سره ماته ورکړه.

د سیر اې هغه کلبونه چې ډیبالا ډېر ګولونه پر لګولي دي:

 اث میلان 7، یوډینزي 7، لاټزیو 7

د یوونټوس په نوي لوبغالي کې هیڅ کلب د اث میلان په اندازه ډېرې د یوونټوس پر وړاندې نه دي بایللي. ( سیر ای، 9 لوبې، 9 ماتې)

د لیورپول او منچسټر سیټي د پرونۍ لوبې د لوبڅار پر وړاندې د ګوارډیولا سخت اعتراض.

له هغه راهیسي چې ګوارډیولا د روزونکي په توګه کار پیل کړی دی، د کلوپ په اندازه هیڅ روزونکي هغه ته ډېرې ماتې نه دي ورکړي.

 17 لوبې، 7 بریاوې ګوارډیولا، 8 بریاوې کلوپ او 2 مساوي.

تېره شپه هنډرسون د لیورپول لپاره او اګویرو د منچسټر سیټي لپاره په غوره لیګ کې 250 لوبې پوره کړې.

 ډیګو سیموني بیا په لالیګا کې د روزونکي په توګه د ډېرو لوبو له اړخه تر یوهان کرایوف مخته شو.