د مومندرې ځوان ورزشکار مقبول شاه ګردیوال د هڅو ستاینغونډه وشوه

د مومندرې ولسوالۍ په مقام کې د مومندرې اولعلپورې ورزش کارانو په مناسبت غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د قران کریم په څو مبارکو ایتونو پیل شوه.
لومړۍ برخه کې پخپله مقبول شاه ګردیوال دورزش په ارزښت رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به نور خدمتونه هم وړاندې کړي. ورپسې د مومندرې ولسوالۍ د فرهنګي ټولنې مشر رفیع الله انتظاراو ددې ولسوالۍ دځوانانو چارو مسول عصمت مومند د ملي اتل مقبول شاه ګردیوال د هڅو یادونه وکړه او ويې ویل: زموږ ټول فرهنګیان اوځوانان ورسره همکار دي.
دختیځ زون د ورزش د فدراسیون په ځانګړی پېژاند لیک کي محترم ظاهرشاه مومند ددې ولسوالۍ د نظامي ورزش د نوي مسوول په توګه معرفي شو.
د ولسوالۍ مقام په استازۍ اجرائیه مدیر محفوظ خان غرزی هم د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي چې دي ملي اتلانو ته د ولسوالۍ مقام لخوا برابر شوي ستاینلیکونه هم ورکړل شو.