د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پيل شوې

ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند چهل ګزي بابا سيمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د معلوماتو له مخې نن د کوټ او روداتو ولسواليو ځوانانو ترمنځ لوبه تر سره شوه، چې د کوټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
له دې لوبو څخه موخه ځوانانو ترمنځ د خپلمنځي همغږۍ او همکاريو روحيې پياوړي کول دي.

یاده دې وي چې د ننګرهار په شینوارو کې دې ته ورته نور لوبلړونه هم ترسره شوي دي چې موخه یې ځوانان یووالي ته رابلل او سولې ته هڅول یاد شوي و.

سپین غر د ختيځ ننګرهار لرې پرته ولسوالي ده چې ځوانان یې د ورزش پالونکي دي او زیات وخت یې دې ډول لوبلړونو د ځوانانو یووالی هم ګټلی دی.