ځوان حضرت ځاځی له یو بل غره هم تېر شو

عمران نایاب

ځوان چټک توپ وهونکی حضرت ځاځی چې تر اوسه یې ۶ نړېوالې شل اوریزې لوبې کړي د یادو لوبو تازه درجه بندۍ کې یې شپږم مقام خپل کړی.

حضرت یواځې ۸ نمرې له پنځم مقام څخه وروسته دی، دی په ښي لاس غوره توپوهنه کوي او په افغان ملي لوبډله کې د ډېرې ښې توپوهنې باچا بلل کیږي.

حضرت تېر ځل د آیرلنډ پروړاندې په یوه لوبه کې ۱۶۲ منډې وکړې چې ډېرو نړېوالو مبصرینو یې په اړه تبصرې وکړې، ځاځي په خپلې ښې توپوهنې سره څو وارې د غوره لوبغاړي جایزې هم اخیستې دي.


که حضرت په دومره چټکۍ روان وي نو لرې به نه وي چې لومړۍ مقام هم خپل کړي. ځاځي څه وخت وړاندې له یوې رسنۍ سره زیاته کړې وه چې له تعصب زیاته کرکه لري او غواړي د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ستر ویاړونه لاسته راوړي، او د کرکټ پوهانو په باور، نوموړی تر دې مه په خپل مسلک کې برلاسی بریښی او ډېر ژر به خپلو موخو ته ورسیږي.