آی سي سي: سوپر سیریز سیالېو کوربتوب اسټرالیا، هند او انګلستان کوي

زمان ظاهر

 د نړی د څو سترو لوبډلو ترمنځ لوبې کېږي چې د درې هېوادونو کرکټ بورډونه په دې برخه کې په خبرو بوخت دي، ترڅو ۲۰۲۱ز کال کې لوبې چمتو کړي.

 انګلستان، اسټرالیا، هندوستان او نور هغه هېوادونه چې کرکټ کې په مالي لحاظ ډېر دخیل دي، خپلو هېوادونو ته لا زیات کرکټ غواړي.

 د هندي کرکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي ویلي، چې ۲۰۲۱ز کال کې باید د انګلستان، اسټرالیا، هندوستان او نورو ټاپ لوبډلو ترمنځ سوپر سیریز ترسره شي.

 د کرکټ نړیواله شورا پلان لري، چې هر کال سیالۍ برابرې کړي، د شورا په وېنا د دوی پلان دا دی، چې د ۲۰۲۳م کال څخه وروسته به دوی هر کال د لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ رامنځته کړي.

 اوسمهال درې ستر کرکټ بورډونه، اسټرالیا، انګلستان او ویلز هڅه کوي، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره توافق ته ورسېږي، ترڅو کرکټ ته لا وده ورکړي.

 دا چې هندوستان په کرکټ کې تر نورو هېوادونو زیاتې پېسې لګوي، باید دوی ته زیات امتیاز هم ورکړل شي؛ خو هندوستان اوسمهال له کرکټ نړیوالې شورا ګیله من دی او له دوی غواړي، چې مخکښو هېوادونو کې په کرکټ کې لا زیاته ونډه ورکړي.

 د کرکټ نړیولې شورا هم د ډېسپلین کمېټې له ځېنو هېوادونو سره موافقه شوي، چې له ۲۰۲۳ز کال څخه وروسته به دوی هر کال د مخکښو هېوادونو ترمنځ د سوپر سیریز په نامه لړۍ پیل کړي.

 دوی غواړوي چي د نويو لوبو چوکاټ جوړ کړي او مشري سوراف ګنګولي، د اسټرالیا او انګلستان مشرانو لوبغاړو ته ورکړي.

 د هندوستان د کرکټ بورډ مرستیال جې شاه او د کرکټ بورډ مالي ارون سېنګ دومال له انګلستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

 اسټرالیا، هند او انګلستان به د دې سوپر سیالیو کوربتوب کوي.

 هر کال د اکټوبر او نومبر میاشت کي به هندوستان، هر کال سپټمبر او اکټوبر یا نومبر د انګلستان او مارچ میاشت د اسټرالیا کوربتوب ته ځانګړې شوې ده.