سید مهدي باقر د نژاد پرستۍ په تور ۱۰ میاشتې سیالۍ نه شي کولی

محمود خان منندوی

فیفا د بحرین د ملي لوبډلې دفاعي لوبغاړی د نژاد پرستانه حرکت په خاطر لس میاشتې له لوبو څخه بند کړ.

 سید مهدي باقر جعفر مهدي چې مشهوره په سید باقر دی د 2022 نړېوال جام په غوراوي پړاو لوبه کې د 2019 د نومبر پر 14مه د هانګ کنګ پر وړاندي نژاد پرستانه حرکت وکړ او په داغه خاطر فیفا د بندیز سره مخ کړ.

 باقر و هانګ کانګي مینوال ته د هغه د سترګو د شکل د تمسخر او د بادام سره د هغه د تشبې کولو په خاطر لس میاشتې د فوټبال څخه بند شو او باید 30 زره سویسي فرانکه جرېمه هم اداء کړي.

 د دې تر څنګ د چین و ملي سرود ته د لوبې پر مهال د هانګ کانګ د مینوالو د بې احترامۍ په خاطر، فیفا د هانګ کانګ د فوټبال فدراسیون 30 زره سویسي فرانګه جریمه کړ.

کیلیان امباپي د فرانسې د 2019 کال د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره کریم بنزما ته خپله لومړۍ رایه ورکړې ده.