د لالیګا کارت ګریزمان ته نه ورکول کیږي

محمود خان منندوی

د لالیګا رئیس خاویر ټباس تائید کړه، چې اټلاټیکو ماډریډ د لالیګا څخه غوښتنه کړې ده، چې شګرییزمان ته د لوبې کولو کارت ور نه کړي.

اټلاټیکو ماډریډ ادعا کوي، چې بارسلونا او ګرییزمان ‌د ډېر وخت څخه توافق ته رسیدلي دي او د 120 میلیونه سربیره باید پاته 80 میلیونه یورو هم ورکړي. د لالیګا رئیس خاویر ټباس نن په یوه مرکه کې وویل، چې لالیګا د دې ډول پریکړو صلاحیت لري.

د ګرییزمان قرارداد د جون تر 31 پوري 200 میلیونه یورو او د جولاي پر لومړۍ 120 میلیونه یورو ارزښت درلود.