د بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډ ریکارډونه

محمود خان منندوی

 * اټلاټیکو ماډریډ درېیمه رسمي لوبه کې په یوه بې طرفه لوبغالي کې بارسلونا ته ماته ورکړه. په 1951 کال کې 2-0 په کوپا اوا ډوراټي ( سانټیاګو بیرنابیو لوبغالی) او 1996 کال کې 1-0 په حذفي جام کې. ( زاراګوزا)

 * اټلاټیکو ماډریډ 76یمه رسمي لوبه کې بارسلونا ته ماته ورکړه. یوازي اسپانیول (96)، اټلاټیک بیلباوو (90) او والنسیا (78) تر بارسلونا ډېر د اټلاټیکو ماډریډ څخه ماتي خوړلي دي.

 * بارسلونا د 348 ځل له پاره په رسمي لوبو کې د اټلاټیکو ماډریډ څخه ګول وخوړئ، چې په دې برخه کې د ریال ما‌ډریډ سره برابر شو. یوازي اسپانیول (355) تر نورو ښه کارنامه دې برخه کې لري.

 * اټلاټیکو ماډریډ د لومړي ځل له پاره د ډیګو سیموني تر نظر لاندي درې ګولونه بارسلونا ته ورکړل. دا په ټولو ټورنمنټونو کې د ډیګو سیموني تر نظر لاندې د اټلاټیکو ماډریډ او بارسلونا 27مه لوبه وه.

 * ډیګو سیموني د اووم ځل له پاره والورډي ته ماته ورکړه. 5 مساوي او 5 بریاوې د والورډي کارنامه ده.

 * دا د والورډي پر وړاندې د سیموني لومړۍ بریا وه. په تېرو پنځو لوبو کې، والورډي 3 ګټلي وې او 2 یي مساوي کړي وې.

لیونل میسي تېره شپه د یو دېرشم ځل له پاره پر اټلاټیکو ماډریډ ګول ولګاوه. دا د میسي 689یم رسمي ګول، په روان فصل کې شپاړلسم ګول، په عربستان کې دوهم ګول او په 2020 کال کې لومړی ګول وو.