میسي: موږ د ماتي مستحق نه وو، دا شرموونکې ده
محمود خان منندوی
موږ لوبه کنټرول کړه، خو هغو 10 دقیقو کې د لوبي مخ واړوئ.
موږ پر والورډي پوره باور لرو. یو د بل څنګ کې موږ ښه کار کوو.
کله چې زموږ مینوال موږ ویني، چې د دوی د طبیعت لوبه نه کوو، نو باید تر پخوا متحد سو.
میسي پر دې لوبه د روما او لیورپول د ماتي د اغیز په اړه وویل:
اصلاً د هغو لوبو سره ارتباط نه لري. موږ بیا غلطي وکړه او باید توپ مو په اسانۍ سره نه وای ورکړئ.
د اټلاټیکو ماډریډ روزونکی ډیګو سیموني په اړه:
پوهیدو چې د نړۍ د غوره کلبونو د جملې څخه د یوه پر وړاندې لوبیږو، نو باید صبر ولرو او تر پایه ادامه ورکړو.
د ریال سره د لوبي په اړه:
موږ په پایلوبه کې د یوه داسي کلب پر وړاندي لوبیږي، چې بېله کریم بنزما او ګریټ بیل څخه یي ډېره ښه لوبه وکړه.