په چمپیونز لیګ کې اټلاټیکو ماډریډ 1-0 بایر لورکوزن ته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی
موراټا د اټلاټیکو ماډریډ  لپاره ګول ولګاوه.

موراټا تر اوسه په چمپیونز لیګ کې د ریال ماډریډ، چیلسي، یوونټوس او اټلاټیکو ماډریډ لپاره ګولونه لګولي دي. هغه لومړی لوبغاړی دی، چې د ماډریډ د دواړو کلبونو لپاره یې ګولونه لګولي دي.

په هغه صورت کې چې پاریس سېنټ جرمن و کلب برګ ته ماته ورکړي او د دې ګروپ بله لوبه د ریال ماډریډ او ګالاټاسرای ترمنځ مساوي شي، نو پاریس سېنټ جرمن به د اروپا د اتلانو د لیګ د تاریخ لومړی کلب شي، چې د ګروپي پړاو تر دریو لوبو وروسته اوټیدونکي پړاو ته خپل تګ یقیني کوي.

بیلډ:  تر هغه وروسته چې ډورټمنډ، جیډون سانچو یوه لوبه محروم کړی، اوس دې کلب سانچو ته 1000 یورو جریمه ټاکلې ده. دې کلب ځکه سانچو ته دا ډول محرومیت او جریمه ورکړل، چې د ملي لوبو څخه ناوخته لوبو ته ورغلی و.

رسمي: بارسلونا د سلاویا پراها پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لېست اعلان کړی.

رسمي: یوونټوس د لوکوموټیو مسکو پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړی.

د غوره لیګ تر دا مهاله د لیورپول ټولې نمرې، د ارسنال او منچسټر یونایټیډ د ټولو نمرو سره برابرې دي.

رسمي: بارسلونا ومنله، چې اومټیټي په تمریناتو کې ټپي شوی دی او د نن لوبه یې له لاسه ورکړه.
هغه تازه جوړ شوی و او د لوبو څخه د لیروالي موده یې نه ده معلومه.