د هندوستان دکرکټ بورډ ریس وټاکل وموند

محمد اسماعیل ملکزی

سورا ګنګولي د  ۲۰۰۰ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۰۵ میلادي کاله پورې دهندوستان دکرکټ ملی لوبډلي لوبډلمشر پاتې شوی و.

د ګنګولي تر لوبډلمشرۍ لانې  هندوستان کرکټ ټیم د ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام تر پایلوبې ورسیده چې په پاینل کې  یې د اسټرالیا په وړاندی ماته وخوړه.

دا له 1928 میلادي کال راهیسې ۳۹م کس دی چې د هند کریکټ بورډ مشر ټاکل کېږي.
د هندوستان دکرکټ بورډ لومړنی ریس (ګرانټ ګوان) و چې د ۱۹۲۸ م کال څخه تر ۱۹۳۳ م کاله پورې د کرکټ بورډ مشري ور تر غاړې وه.

هند کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب څخه برخمنه او پیاوړې لوبډله ده چې د نړۍ په لس غوره لوبډلو کې هم شمېرل کیږي.