‎ د ټیسټ لوبې ۱۰ غوره توپ وهونکي پيژنئ؟

لیکنه: سمسور علي نیازی

 په دې لیکنه کې به د آې سي سي د ټیسټ لوبې بهترین توپ وهونکي وپيژنئ چې له دې جملې یې څلور هغه یې له هند هیواد څخه دي. وروسته له دې چې هند کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ په وروستي سیریز کې میلمه جنوبي افریقا لوبډله کلین سویپ کړه چې ورسره جوخت د ای سي سي د ټیسټ لوبو په چمپین شیپ کې هند لوبډلې د ۲۴۰ پوینټونو په درلودلو سره لومړی مقام خپل کړ. له همدې سره په جریان کې اې سي سي د ټیست لوبو د توپ وهونکو درجه بندي هم اعلان کړه چې یو یو لوبغاړی به در وپیژنم.

 لومړی: سټیو سمیت، د اسټرالیا لوبډلې بهترین لوبغاړی چې یو څه وخت پرې د کرکټ لوبو بندیز هم وو خو په دې وروستیو کې بیرته له اسټرالیا لوبډلې سره یو ځای کیدل او د بهترینې توپ وهنې پر مټ له ۹۳۷ ریټینګ سره لومړی ځای لري.

 دویم: د هند کرکټ لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویرات کولي چې په ۹۲۶ ریټینګ سره دویم ځای لري.

 دریم: د نیوزیلینډ لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن چې په ۸۷۸ ریټینګ سره دریم مقام لري. څلورم: هندی بهترین د ټیست لوبو سپیشلیسټ چیټیشوار پوجارا د ۷۹۵ ریټینګ په درلودلو سره څلورم ځای لري.

پنځم: په ۷۵۱ ریټینګ په درلودلو سره هندی اجینکایا ریحاني پنځم مقام لري.

 شپږم: د نیوزیلینډ هیواد څخه هينري نیکولس په ۷۴۹ ریټینګ سره شپږم ځای لري.

اووم: د انګلنډ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر جوي روټ بیا په ۷۳۱ ریټینګ سره اووم مقام لري.

اتم: په ۷۲۴ ریټینګ درلودلو سره د نیوزیلینډ ټام لتم اتم ځای خپل کړی.

 نهم: ډیموټ کرونریتن د سریلنکا د ټیسټ لوبو بهترین لوبغاړی په ۷۲۳ ریټینګ سره نهم مقام ترلاسه کړی.

لسم: روحیت شرما چې ډیر ځنډ وروسته په ټیسټ لوبو کې د جنوبي افریقا خلاف ښه وځلید چې د بهترینو لوبو په ترسره کولو سره د ټیسټ په بهترینو لسو توپ وهونکو کې د ۷۲۲ ریټینګ په درلودلو سره لسم نمبر بهترین توپ وهونکی وشمیرل شو.