د ټیسټ لوبې په اړه بشپړ معلومات

راپور: محمد اسماعیل ملکزی
ټیسټ (ازمایښتي) سیالۍ د نورو سیالیو په پرتله یوڅه ستونزمني سیالۍ دي،
ټیسټ لوبه په اصل کې د توپ وهونکو لپاره ستر امتحان وي، په دې لوبه کې د توپ وهونکو تخنیک او ذهنی پیاوړتیا ټیسټ کیږي.
ټیسټ لوبه په کرکټ کې تر ټولو معتبره لوبه ده  او پنځه ورځې وخت نیسي، چې هره ورځ له ۹۰ څخه تر ۹۶ اورونه ترسره کیږي خو یاده سیالۍ تر پنځو ورځو مخکې هم پای ته رسیږي.

په ټیسټ سیالۍ کې هره لوبډله دوه ځلي بیټنګ ترسره کوي، د نړي قوي لوبډلې د نورو فارمتونو په پرتله ټیسټ یا پنځه ورځنېو لوبو ته ډیره پاملرنه کوي.

هغه لوبډلې چې ټیسټ سیالۍ کي خپله لومړنۍ سیالۍ ګټلې ده
۱-  استرالیا لومړنی هیواد دی چې خپله لومړۍ لوبه ګټلې ده
۲-  انګلستان خپله دویمه لوبه کي لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۳-  پاکستان هم دوهمه لوبه کې لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۴-  ویست انډیز بیا شپږمه لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۵-  زیمبابوې بیا یوولسمه لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۶-  سویلی افریقا په دولسمه لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۷- سریلنکا د ۱۳ لوبو وروسته ټیسټ لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۸-  هندوستان انتظار هم ۲۴ لوبو ته غځیدلي وه تر څو یې په پنځه ویشتمه لوبه کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله
۹-  بنګله دیش بیا ۳۵ لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه
۱۰- او  نیوزیلنډ بیا ۲۶ کاله انتظار وروسته په ۴۳ لوبه کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه.