عزیز الله فضلي له خپل عمل دفاع وکړه

خان وزیر عابد

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د هند په دهرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې همدا مهال یوازینۍ ټېسټ سیالي روانه ده په دې سیالۍ کې آیرلینډ لوبډلې په لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره( ۱۷۲) منډې جوړې کړې.

د لوبې  لومړنۍ پاڼۍ وروسته، په دمه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې په تړاو ډېر څه نوي ویلي دي.

عزیزالله فضلي په دې مرکه وایې:

 د کرکټ بورډ اجرایه ریاست څوکۍ ته به له نړیوال جام وړاندې او یا له نړیوال جام وروسته نوی اجرایه رئیس وټاکل شي.

فضلي په خپلو څرګندونو کې وایې: وړتیا د کرکټ اصل دی او مونږ په همدې دلیل افغان ملي لوبډله کې تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته چانسونه ورکړی دي.

فضلي په ټینګار وایې کرېکټ نظري لوبه نه، بلکې یوه تخنیکي لوبه ده، نو له ځانګړو تجربو باید کار واخیستل شي.

فضلي همداراز وایې د انګلستان په کوربه توب د راتلونکې (۲۰۱۹) کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لپاره به افغان ملي لوبډلې ته هغه لوبغاړي وټاکل شي چې وړتیاوې ښودلې وي نه د بلې لارې.

 همداراز عزیزالله فضلي وړاندې وایې د آیرلنډ سره د  دې ټېسټ سیالۍ وروسته به افغان ملي لوبډله نړیوال جام لپاره د بشپړ تمریناتو په پار سویلي افریقا ته ولاړه شي او هلته به یو تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام لپاره به افغان کرېکټ ملي لوبډله یوه بهترینه ملي لوبډله وټاکل شي د ده پر وینا ۱۸/۱۹ لوبغاړي به انګلستان ته ولاړ شي.

هغه د حمید حسن په تړاو وایې خوښ یم چې حمید حسن په نړیوالو سیالیو کې د یو کمېنټرېټر په حیث ګورم ځانګړی خوند ترې اخلم او ډیر زیات خوښ یم.

عزیزالله فضلي په وروستیو کې یوځل بیا په ټینګار وویلې کورنی کرېکټ د کرېکټ اساس شمېرل کېږي، هڅه کوو کورني کرېکټ ته نوره هم پراختیا ورکړو.