د هندوستان دهرادون ښار په راجیو ګاندي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د افغانستان اسلامی بانک جام د یوازینۍ ټیسټ لوبې جام نن رسنیو ته وښودل شو.

د دغه جام د نندارې پرمهال چې د دواړو هېوادونو لوبډلمشران هم موجود وو، د افغانستان د تاريخي ابدې (د جام څلي) په څېر جوړ شوی دی. د جام څلی (منارجام) چې نيږدې اته سوه کاله وړاندې له خښتو او خټو څخه د وخت پاچا سطان غیاث الدين غوري له لوري په غور ولايت کې جوړ شوی و ۶۲ متره لوړ والی لري.

نن په همدې تړاو په خبري کنفرانس کې د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان وویل: (( د ویاړ ځای دی چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ټیسټ لوبې کوربتوب کوي، دا سيالۍ مونږ ته په هره معنا تاريخي ارزښت لري. که څه هم موږ لومړۍ ټيسټ لوبه هند ته وبایلله، خو په دې لوبه کې به د خپلې لوبډلې قوت نړۍ ته وښايو. مونږ د دې ورځو لپاره ډير خوبونه ليدلي او نن چې دا وياړلې ورځ را رسيدلې په ډيره ښه توګه به دا لوبه ترسره کوو.))

همدارنګه په خبري ناسته کې د ایرلنډ لوبډلمشر ویليم پويټرفيلډ وویل: ((د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو سره زیات توپيرونه دي، مونږ لومړۍ ټیسټ لوبه پخپل کوربتوب ترسره کړې وه، نسبتاً ښه لوبه مو هم کړې وه، اوس د افغانستان میلمانه یو، دلته کنډيشن او ټیم دواړه سره زیات توپيرونه لري، مونږ به د ویشتنځای تر ليدلو وروسته ووينو چې څنګه لوبه کولای شو.))

د یادونې ده چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ به یوازينۍ ټيسټ لوبډله د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه (جمعې ورځ) د دهرادون په راجیو ګاندي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.