افغان فوټبال ملي لوبډلې يو صفر له قطر ماتې ومنله

احمد مسعود

 د هند سره مو ګټلې لوبه مساوي کړه او د قطر سره مو مساوي کړې لوبه بایلوده.

 د افغانستان او قطر ترمنځ په دغې لوبه کې قطر لوبډلې یو ګول وکړ؛ خو افغان لوبډلې له ډېرو هڅو سره سره هم د لوبې تر پایه کوم ګول ترسره نه شو کړای او لوبه یې وبایلله.

 دغه لوبه د افغان لوبډلې په کوربه توب تېره شپه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې وشوه.

 د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) د امنيتي دلايلو له مخې د افغانستان په کوربه توب د سیالیو لپاره د تاجکستان ډګرونه غوره کړي دي.

 د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر اوسه په E ګروپ کې پنځه لوبې کړي، چې له بنګله دېش څخه يې لوبه ګټلې، له هندوستان سره مساوي شوې، خو د قطر او عمان په وړاندې يې ماتې خوړلې ده.

 افغانستان په خپل ګروپ کې، د ٢٠٢٢میلادي کال نړيوال جام او په ٢٠٢٣میلادي کال کې د اسيايي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره په دریم کتار کې دى.