د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې عقابان هندوکش لوبډلې د اباسین څپې ته په ماتې ورکولو لومړۍ بریا خپله کړه.
په دغې لوبه کې عقابان هندوکش څلور ګولونه ووهل؛ خو د اباسین څپې یواځې په یو ګول بریالۍ شوه او لوبه یې څلور د یو ګول پر وړاندې هندوکش ته وبایلله.
ټاکل شوې په دغو سیالیو کې نن پنځه نیمې بجې طوفان هریرود لوبډله د میوند اتلانو سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
تېر ځل طوفان هریرود لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

فوټبال او کرکټ دوه هغه مخکښه لوبې دي چې د افغانستان دننه او بهر زیات مینه وال لري.