د فوټبال سیمُرغ البرز لوبډلې میوند اتلانو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې سیمُرغ البرز لوبډلې د میوند اتلانو ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دغې لوبه کې سیمُرغ البرز لوبډلې څلور ګولونه وکړل خو د میوند اتلانو لوبډله په یو ګول هم ونه توانېده.

دې سیالیو کې دا د سیمُرغ البرز لوبډلې لومړۍ بریا او د میوند اتلانو لومړۍ ماتې وه.

دواړه لوبډلې په الف ګروپ کې دي، چې سیمُرغ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه طوفان هریرود ته بایللې وه او د میوند اتلانو او موجهای امو لوبډلو ترمنځ لوبه بیا مساوي پای ته رسېدلې وه.

ټاکل شوې دې سیالیو کې سه شنبه د عقبان هندوکش لوبډله د اباسین څپې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.