د میوند اتلانو لوبډلې نن په احمد شاهي لوبغالي کې ولوبېدې

محمود خان منندوی

د میوند اتلانو لوبډلې لپاره نن په احمدشاهي لوبغالي کې انتخابي سیالۍ پېل سوې، چې د کندهار دواړو لوبډلو په لومړۍ ورځ خپلې لوبې په لوی توپیر وګټلې.

په دې لوبو کي کندهار الف 3 پر 2 هلمند ته او کندهار ب 10 پر 0 زابل ته ماته ورکړه.

سبا د دې لوبو په لړ کي زابل د ارزګان او کندهار الف د نیمروز پر وړاندي لوبیږي.

دغه لوبي راتلونکې چهارشنبه پای ته رسیږي.