د نړیوال جام را وروسته؛ پرته له مجیب نورو ټولو سلو توپ اچوونکو شاته تګ وکړ

سمیع سیرت

د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د توپ اچوونکو په تازه اعلان سوې درجه بندۍ کې له مجيب الرحمن پرته نورو ټولو سلو توپ اچوونکو شاته تګ کړی.

نړيوال جام کي تېز توپ اچوونکي ښه چليدلي، چې درجه بندۍ کې مخکې تګ هم تېزو توپ اچوونکو کړی.

راشد خان نه یوازې نړيوال جام کې، بلکې د دې کال ای پي ایل ليګ کي هم د خپلې وړتيا مطابق وه نه ځليد.
.
ما چې راشد خان نړيوال جام کي تعقيب کړی، نوموړی ذهني روغتيا او ارام نلري.

موږ او تاسو ته پکار ده چې راشد وهڅوو تر څو خپل حالت ته بيرته را وګرځي.
ځکه دا نړيوالو ته ثابته چې راشد خان کي چې کمه وړتيا ده هغه د نورو توپ اچوونکو په پرتله زياته ده.

زموږ اتل به بيرته ښه راتګ کوي