ګرییزمان د اټلاټیکو پر وړاندي عکس العمل وښود
محب افغان
تر هغه وروسته چې تېره اونۍ د اټلاټیکو ماډریډ کلب په واضحه توګه ګرییزمان ته وویل، چې راتلونکې یکشنبه، د دې کلب تمریناتو ته حاضر سي، دې لوبغاړي یو ساعت مخکي خپل د وکیلانو پواسطه د اټلاټیکو ماډریډ کلب ته خبر ورکړی، چې ډېر ژر به خپل د ازادیدو د بند قیمت، چې ۱۲۰ میلیونه یورو دی، اداء کړي.
که چیري دغه پیغام اټلاټیکو ماډریډ ته ورسیږي، بیا دوی نه سي کولای، دغه لوبغاړی په جبري توګه تمریناتو ته را وغواړي.
تر ډېره پورې د دې امکان سته، چې د روانې اونۍ تر پایه ګرییزمان د بارسلونا مینوالو ته معرفي سي او بله اونۍ د جولای پر ۱۴مه د بارسلونا په تمریناتو کي ګډون وکړي.
مونډو ډیپورټو ورځپاڼي ویلي، چې اټلاټیکو ماډریډ ځکه جنجال کوي، چي د بارسلونا څخه غواړي، تر څو سمیډو هم دغي معاملې ته داخل کړي البته بارسلونا د لومړۍ ورځې څخه د دې کار سره مخالفه وه او ویلي یې دي، چط سمیډو نه خرڅوو.