د ګرییزمان د کنفرانس ژباړه

محمود خان منندوی

د ریال سوسیډاډ او اټلاټیکو ماډریډ څخه د هغه کارونو په خاطر مننه کوم، چې زما له پاره یي کړي دي.

زه په لوړې روحیې سره بارسلونا ته راغلم او دلته مې ننګونه ومنله.

د بارسلونا څخه مننه کوم، چې ماته یې یوه بله موقع راکړه.

په فرانسه کې د خپلې لوبډلې د ملګرو او ابیډال د ملاتړ څخه مننه کوم. زه په بارسلونا کې لوبش کولو ته ډېر هیجاني یم.

زه د بارسلونا له پاره لوبې کولو ته اماده یم.

دا یوه نوې ننګونه ده او زه هیله لرم، چې د اروپا د اتلانو لیګ، لالیګا او کوپا کپ وګټو.

ولې تېر کال بارسلونا ته نه راغلې?
زه یوه لور لرم او هغه باید ښوونځۍ ته ولاړه شي او همدارنګه کورني کارونه… ما ضرورت درلو، چې په اټلاټیکو ماډریډ کې ځیني کارونه وکړم.

زه اټلاټیکو ماډریډ ته احترام لرم او همیشه مې خپل سل فیصده کارګرده ګي هلته کړې ده.

د هغه ځای پرېښودل چې هلته تاسو راحت یاست، ډېر سخت دی. زما ملګري، کورنۍ او د لوبډلي ملګري… زه د ټولو څخه منندوی یم.

تېر کال ما دا احساس کړه، چې د اټلاټیکو ماډریډ سره مې کار نه دی خلاص سوی، خو دا کال یي فرق درلود.

خپل د مستند په اړه څه وایاست؟
زه د تېر وخت په خاطر بخښنه نه غواړم، ځکه د هغه وخت له پاره ښه وه، ولې ما تېر وتنه وکړه.

دا زما د خوشحالۍ سبب کېږي، چې د میسي سره اوسم. هغه به زما د زامنو او لمسیانو له پاره ستوری وي.

په هر پوسټ کې چې والورډي وغواړي، کولاي شم چې ولوبیږم.

د میسي په څنګ کې لوبه کوله همیشه د ویاړ سبب کېږي.

په راتلونکې کې شاید تېر وتنه وکړم، خو په تېر وخت کې مې دا حس کړې ده، هغه تصمیم چې مې نیولی دی، صحیح و او په هغه لحظه کې د تصمیم څخه پښېمانه نه یم.

که چیرې زما څخه بخښنه غوښتل غواړئ، نو د لوبې په میدان کې یي کولاي شم.

میسي په فوټبال کې داسي دی، لکه په NBA کې لیبرون جیمز. هغه د کوچینوالي څخه زما الګو وو.

د والورډي او ابیډال سره مې خبري کړي دي. زه په هر پوسټ کې لوبې ته اماده یم.

میسي یو ستوری دی او د هغه لوبې به فوق العاده وي.

په لوبډله کې ښه لوبغاړي شته او ټول ښه دي.

که چېرې میسي او سواریز زما د تېر کال د کار په خاطر چې ویلي مې وه، بارسلونا ته نه راځم، ناراحته وي، دغه ستونزه کولای شم حل کړم. په لوبه کې به د ګول او هغوي ته د ګول په پاس سره کوښښ کوم، دا څه جبران کړم.

که چیري هغوی د مستند څخه ناراحته شوي وي، په ګډه سره به هر څه سم کړو.

د فرانسویانو سره همیشه هماهنګه وم.

دا یو ډېر اوږد انتظار وو. ما په رښتیا سره غوښتل بارسلونا ته راشم.

په بارسلونا کې اوومه شمېره اخیستل شوې وه، نو تصمیم مې ونیوئ، چې 17مه شمېره انتخاب کړم.

غواړم د لوبډلې سره مرسته وکړم، ګول ولګوم، د ګول پاس وکړم او مینوال خوشحاله کړم.

په اخېر کې زه ستاسو ټولو څخه مننه کوم، چې د منندوی دا پوسټ مو د شپې دا وخت وویلئ. تس نو د ده څخه ګېله مه کوئ، د کریکټ لوبه وه، په هغه خاطر یي دا زما کنفرانس وځنډولو.