د کندهار د لوبغالي له پرانستو وروسته هند ۲ نور لوبغالي جوړوي
تاند- په کندهار کې د هند په مالي مرسته د کرکټ معیاري لوبغالی له جوړېدو وروسته پرون /دوشنبه/ پرانیستل شو.
د دې لوبغالي په پرانيستغونډه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د هند سفیر منپريت وهرا، د اقتصاد وزارت مرستيال، د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق، د ولایتي شورا رئيس، ملي سوداګرو او زيات شمېر لوبغاړو حاضر ول.
د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په غونډه کي د هندوستان له حکومت او ملت څخه مننه وکړه چي د کرکټ لوبغاړو لپاره يې په کندهار کي معیاري لوبغالی جوړ کړ.
ښاغلي ویسا وويل، د دې لوبغالي جوړېدا به په کندهار کې د کرکټ لوبې له ودې سره مرسته وکړي.
د هند هيواد سفیر منپريت وهرا مبارکي ټولو افغانانو ته د دې لوبغالي ورکړه، ویې ویل چې هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې نوره همکاري هم وکړي.
هند په خپله خاوره کې د ګرېت نویدا لوبغالی افغانستان ته سپارلی چې خپلې نړیوالې سیالۍ پکې وکړي او یا د سیالیو لپاره پکې تمرین وکړي.
ښاغلي وهرا وويل، ډېر ژر به د کندهار د کرکیټ لوبغالي سره نژدې ميلمستون او جېم هم جوړ کړي.
د هند سفير په خپلو خبرو کي د کرکيټ په برخه کي د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې وستايلې او ویې ويل چي د افغانستان ملي ټيم به ډېر ژر د هندوستان هيواد له ملي ټېم سره ټيسټ لوبه وکړي.
هغه همداراز ژمنه وکړه چي هيواد به يې په افغانستان کي د کرکيټ دوه نور لوبغالي هم جوړ کړي.
په غونډه د اقتصاد وزارت مرستيال او د کندهار ولایتي شورا رئيس هم د هندوستان له لوري د کرکيټ د ياد لوبغالي جوړېدل وستایل او مننه يې ځني وکړه.
د هند په مرسته د کندهار د کرکټ د لوبغالي په جوړېدو ۶۹۸۰۰۰ امريکايي ډالره مالي لګښت راغلی او د ۱۶ مياشتو په موده کي يې د جوړېدو چاري بشپړي شوې.