افغان لوبډلې په لومړۍ وقفه کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۷۷ مندې جوړې کړې

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یواځینۍ ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پېل کړه.
د پېل توپ وهنې ته احسان الله جنت او ابراهیم ځدران راښکته شول.رحمت شاه لا هم په ۳۱ ناسوځېدولو منډو لوبې ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې احسان الله جنت په ۹ منډو، ابراهیم ځدراڼ په ۲۱ او حشمت الله شهیدي په ۱۴ منډو ویکټې له لاسه ورکړې دي
په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې نوملړ: راشد خان لوبډلمشر، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، محمد نبي، افسر ځاځی، یمین احمدزی، قیس احمد او ظاهر خان پکې شامل دي