د افغانستان فوټبال غوره لیګ لومړۍ اوونۍ څنګه پای ته ورسیده

محمود خان منندوی

د تېرې اوونۍ د سه شنبه په ورځ د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ اتم فصل د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي. د دې لیګ په A ګروپ کې طوفان هریرود، د میوند اتلان، سیمرغ البرز او موجهای آمو لوبډلي یو ځای شوي دي. همدارنګه په B ګروپ کې بیا شاهین آسمایی، د سپین غر بازان، عقابان هندوکش او د اباسین څپې لوبډلې یو ځای شوي دي.

د غوره لیګ په لومړۍ اوونۍ کې طوفان هریرود 1-0 و سیمرغ البرز ته، شاهین آسمایی 1-0 و عقابان هندوکش ته او د سپین غر بازانو لوبډلي 4-1 د اباسین څپې لوبډلي ته ماته ورکړه، خو د میوند اتلانو بیا 1-1 د موجهای آمو سره لوبه مساوي کړه.

د دې لیګ دوهمه اوونۍ راتلونکې چهارشنبه د اګسټ پر 28مه نېټه د طوفان هریرود او موجهای امو په لوبې سره پیلیږي.