وروستي لنډ ورزشي خبرونه

 محمود خان منندوی

د جاپان د ساګان ټوسو کلب لوبغاړي فرنانډو ټوریس د فوټبال سره نن تر 18 کلونو وروسته په 35 کلنۍ کې مخه ښه وکړه. هغه د نن لوبه 6-1 وبایلله.

سکای ایټالیا: د فیورنټینا ایټالیوی چې په دفاعي لوبغاړی کریسټیانو بیراګي به د اینټر میلان سره یو ځای شي. هغه به د ډالبرټ هنریکي سره تبادله شي.

سکای جرمني: د لیل او بایرن میونیک کلبونه د رناټو سانچز پر سر په 20 میلیونه یورو سره توافق ته رسیدلي دي.

سکای ایټالیا: د اث میلان 32 کلن کروشیایي دفاعي لوبغاړي ایوان سټرینیچ د دې کلب سره خپل قرارداد لغوه کړی دی او د دې کلب څخه جلا شو.

د انډرلخټ سره د کمپاني کمزورې شروع، هغه دوې لوبي وبایللې او دوې یي مساوي کړې. په دې سره هغه مجبوره شو، چې د کپتانۍ دنده خپل مرستیال ته وسپاري.

د یوونټوس کلب اعلان کړه، چې ساري د سیر اې په دوو لومړیو لوبو کې د مریضۍ په خاطر د دې کلب سره ملتیا نه شي کولای.