د فوټبال او کرکټ لنډ خبرونه

منندوی

رسمي: د اینډهوون لوبغاړی لوزانو د 42 میلیونه یورو په بدل کې د ناپولي سره یو ځای شوی دی.

د انګلستان د غوره لیګ او د منچسټر سیټي د پخوانیو ستورو هغه ترکیب، چي د سپټمبر پر 11مه به د کمپاني د مخه شې په لوبه کې ولوبیږي.

رسمي: د کریکټ نړۍ والې شورا تائید کړه، چې سریلانکا به د کریکټ د لوبو له پاره په سپټمبر میاشت کې پاکستان ته ولاړه شي.
سریلانکا د پاکستان سره درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزي او دوې ټیسټ لوبې کوي.

درې یو ورځنۍ لوبې:
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه – د سپټمبر 27مه، کراچۍ
دوهمه یو ورځنۍ لوبه – د سپټمبر 29مه، کراچۍ
درېیمه یو ورځنۍ لوبه – داکټوبر دوهمه، کراچۍ

درې شل اوریزي لوبې:
لومړۍ شل اوریزه لوبه – د اکټوبر پنځمه، لاهور
دوهمه شل اوریزه لوبه – داکټوبر اووممه، لاهور
درېیمه شل اوریزه لوبه – داکټوبر نهمه، لاهور

او ټیسټ لوبې به یې په ډیسمبر میاشت کې وشي.