د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

ارنولډ د انفیلډ په اخېرو 10 لوبو کې 9 د ګول پاسونه کړي دي.

منچسټر یونایټیډ د ټولو ټورنمنټونو په اخیرو 18 لوبو کې یوازې یوه لوبه کې کلین شیټ کړی دی.
د غوره لیګ په لومړۍ اوونۍ کې د چیلسي پر وړاندې.

د نن لوبو کې د بنزما، بیل، جیمز او رونالډو د ګولونو څو چانسونه خطا شول، خو د لوبډلې لپاره یې ډېره ښه لوبه وکړه.

رسمي: بارسلونا د لالیګا د دوهمې اوونۍ په لوبه کې بیا هم میسي له ځانه سره نه لري.

ارسنال د 2015م کال د جنورۍ راهیسې بیا تر اوسه او د غوره لیګ په 23 اخیرو هغو لوبو کې چې د انګلستان د غوره لیګ د شپږو مطرحو کلبونو په لوبغالی کې لوبیدلی دی، هیڅ لوبه نه ده ګټلې.

لیوريول د انګلستان په غوره لیګ کې په لومړي ځل 12 پرلپسې لوبې وګټلې.

ریال وایډولیډ په ښې دفاع کولو سره په لالیګا کې د ریال ماډریډ سره لوبه 1-1 مساوي کړه.

کریم بنزما د ریال ماډریډ او سرجي ګوارډیولا د ریال وایډولیډ ګول ولګاوه.

کوټینیو د بایرن میونیک لپاره نن لومړۍ لوبه وکړه.

لیورپول د انګلستان په غوره لیګ کي ارسنال ته 3-1 ماته ورکړه.

په دې لوبه کې محمد صلاح دوه او ماټیپ یو ګول د لیورپول له پاره ولګول او د ارسنال له پاره بیا لوکاس ټوریرا ګول ولګاوه.

دا په روان غوره لیګ کې د ارسنال لومړۍ ماته ده.