وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د بونډسلیګا د 2005/06 فصل راهیسې لیوانډوسکي لومړی لوبغاړی شو، چې په لومړیو دوو اوونیو کې یي په هره لوبه کيېدوه ګولونه ولګول.  په هغه فصل کې ماکای دا ډول ریکارډ جوړ کړی و.

پاټریک فن انهولټ د انګلستان د غوره لیګ د تاریخ لومړی لوبغاړی شو، چې په اولډټرافورډ لوبغالي کې یي پر منچسټر یونایټیډ په +90مه دقیقه کې خپل د لوبډلې د بریا ګول ولګاوه.

تر اوسه داسي نه وه شوې، چې منچسټر یونایټیډ دې په اولډټرافورډ لوبغالي کې یوه مساوي لوبه په 90مه دقیقه کې په ماتې بدله کړي.

محمد صلاح د چیلسي او لیورپول په لباس کې پر بل هیڅ کلب دومره ګولونه نه دي لګولي، لکه څومره چې یي پر ارسنال لګولي دي.

6 لوبو کې 6 ګولونه

ویرجیل فن ډایک تر 50 پرلپسې لوبو وروسته، بالاخره د انګلستان په غوره لیګ کي ډریبل شو.

نیکولاس پي پي هغه ډریبل کړی.

فن ډایک د 2018 کال د مارچ راهیسې تر اوسه غوره لیګ کي نه و ډریبل شوی.