ویاریال له لیوانتې ماته وخوړه

د هسپانیا لالیګ مشهور فوټبال لیګ سیالیو کې لیوانتې لوبډلې ویاریال ته دوه د یو ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.

د دې لوبې له پېل سره سم ویاریال لوبډلې په درېیمه دقیقه کې ګول وکړ.

لومړۍ نیمایي د ویاریال په ګټه وه؛ خو دویمه نیمایي کې پرې لیوانتې دوه ګولونه ووهل او لوبه یې ترې وګټله.

لیوانتې ته دواړه ګولونه روګیر پنالتي وکړل؛ لومړی یې په ۶۸ او دویم یې په ۷۳یمه کې وواهه.

د شلو لوبډلو ترمنځ په دغو روانو سیالیو کې د لیوانتې لوبډلې له دوو څخه دا لومړۍ بریا وه او د جدول په نهم مقام کې ده.

سیویا په لومړي او ریال مادرېد لوبډله په دیم مقام کې ځای لري.