افغان لوبډلې ولې له انګلیستانه ماته وخوړه؟څو مهم لاملونه یې
فضل الله فضلي
پرون د انګلنډ خلاف نړیوال جام ته په تمریناتي لوبه کې افغان لوبډله په ۱۶۱ منډو ټوله وسوځېدله او انګلنډ دا هدف د یوې ویکټي په زیان پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د لوبي د ماتې اصلي لاملونه څه وه او څه باید وسي؟
د پرونۍ لوبې د ماتې اصلي لاملونه:
۱: د اووال په دې لوبغالي کې چې پرون ورباندې د افغانستان او د انګلنډ لوبه وه، هند په لومړۍ تمریناتي سیالي کې د نیوزلنډ خلاف په ۱۷۹ منډو ټوله وسوځېدله، اصلاً داسې ده، چي د آسیايي توپ وهونکو لپاره دا پیچونه تر یو حده سخت دي.
۲: انګلنډ د یو ورځنیو لوبو په درجه کې لومړۍ لوبدله ده، چې پاکستانۍ لوبډله یې څه موده مخکې په خپل کوربتوب کلین سویپ کړه او ټولي لوبې یې ورڅخه وګټلې.
۳: کور هم د انګلنډ دی او د نړیوال جام لویه احتمالي ګټونکې لوبډله هم د انګلنډ لوبډله ده.
۴: زموږ توپ اچوونکي او خاص بیا توپوهونکې تر بې ځایه فشار لاندې راغلي و، چې داسي بې ځایه فریشر منل به لوبډلې ته لوی زیان رسوي.
د انګلنډ کرار توپ اچوونکو هومره نه وه تکړه، څومره چې د پاکستان لوبډلې تکړه او پیاوړي دي.
۵: زموږ د لوبغاړو د راتګ ځای یا پوزیشن تر اوسه هم نه دی جوړ، چي دا هم یو له لویو ستونزو څخه بلل کیږي.
۶: ډګر ساتنه کې اوس هم ستونزې لیدل کیږي او اسانه کېچونه میس کیږي.
۷: اوس هم زموږ توپوهونکې په غلطو شاټونو پسي ځي، یوه یا دوې منډي جوړول ورته ډېر سخت دي، پداسي حال کې چي په یوه یا دوو منډو جوړولو سره لوی هدفونه ټاکل کیږي او پوره کیږي.
۸: زموږ لوبغاړي له ټولنیزو رسنیو سره هم تر یوه حده اخته وي، چي دا کار باید ونه کړي، ځکه د خلکو په منفي غبرګونونو سره دوی ذهني ناراحته کیږي او مایوسه کوونکې لوبي کوي.
په اخیر کې لیکو چي په نړیوال جام کې زموږ لومړۍ لوبه د روژې پر ۲۷مه او د جون پر لومړۍ نېټه ماسپښين دوې بجې د اسټرالیا لوبډلې سره ده.
لوبډله باید ښه اداره سي او دا لوړې ذکر سوې سهوې چې ونه کړي، د پاکستان خلاف د بریا غوندې په ښو لوبو به بریاوي لاسته راوړي.
ټول افغانان باید د ملي لوبډلې په ملاتړ د لوبډلې مرال لوړ کړي، چې د ملت په داسې لوی ملاتړ سره ملي لوبډله ۹۰٪ بریا ترلاسه کولای سي.
په ټولنیزو رسنیو کې یې ملاتړ خورا ارزښت من دی.