افغان لوبډله او نړیوال جام! | شننه: محمدالله شېرزی

افغان کریکت ملي لوبډلې وکولی شول چې د دویم ځل لپاره د کریکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره پیدا کړي. په لومړي ځل افغان لوبډله ۲۰۱۵ پنځوس اوریز جام کې ولوبیده او هلته یې سکاټلېند ته د ماتې ورکونې پرته بله کومه لوبه ونه ګټله.

له څلور کلن ځنډ وروسته بیا پداسې حال کې دا جام لوبوي، چې تازه په تازه یې د کریکټ نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی او څو لوبغاړو یې په نړیوالو تجارتي لیګونو کې د پام وړ شهرت ترلاسه کړی او په هره لوبه کې پرې تبصرې ترسره کیږي.

افغان لوبډله څه ډول نړیوال جام ته داخلیږي؟

افغان لوبډله د یوه بدلون سره نړیوال جام تجربه کوي، چې هغه د ټیم د نوي مشر راتلل دي. کریکټ بورډ په ناببره پریکړې سره اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ایسته کړ او د دریو واړو فارمټونو دپاره یې نوي لوبډلمشران وټاکل.

ګلبدین نایب ته د یو ورځنیو لوبو د مشرۍ مسولیت ورکړل شو. له نړیوال جام وړاندې یې یواځې درې لوبې د سکاټلېنډ او ایرلېنډ سره ترسره کړې، چې دوه یې وګټلې او یوه یې وبایلله او له هغې وروسته نېغ نړیوال جام ته راغلل.

افغان لوبډلې د جام په تمریناتي سیالیو کې پاکستان ته ستره ماته ورکړه او د افغانان نه پوره کیدونکي ارمانونه یې پوره کړل، خو دوه ورځې وروسته یې د انګلېنډ څخه ستره ماته ومنله، چې هېواد وال یې پریشانه کړل.

افغان لوبډله کومې نیمګړتیاوې لري؟

افغان لوبډله د تل په څېر د توپ وهنې رنځ وړي، د پیل لوبغاړو باور تر اوسه هیڅ لوبغاړی ندی ساتلی، د شهزاد بې خونده فېټنیس او توکلي توپ وهنه همداسې روانه ده. نورعلي ځدراڼ هم سخت بیړې اخیستی وي او اوږد مزل نشي کولی. ددې ترڅنګ د لنډ فارمټ لوبغاړي حضرت ځاځي ته موقع ورکول شوه، خو شاټونه یې مسلکي ندي.

د دې ترڅنګ رحمت شاه (د ویکټو دېوال) په وروستیو لوبو کې ښه نه لوبیږي او ځای یې پسې حشمت ډکوي. اصغر افغان هم پوره جوړ ندی او ټوله کې د توپ وهنې ستونزه پرځای پاتې ده، چې ډېره مهمه برخه ده.

په توپ اچونه کې هم ستونزې ښکاري، موږ تل لوبې په ورو بالینګ سره ګټلې دي، خو دلته ویشتنځایونه بیا بل ډول دي. د ورو توپ اچوونکو سره دومره ملتیا نکوي، بلکې تېزو توپ اچوونکو ته سازګاره دي او ورسره همکاري کوي.

افغان لوبډله کې درې تېزو بالرانو ته موقع ورکړل شوې، خو د نورو لوبډلو لوبغاړو ته یې تېزوالی او د توپ اچونې مهارت بیخي کم دی او زما په نظر د سترو توپ وهونکو څخه به ورته ځان خلاصول ستونزمن او ناشوني وي. لوبډلمشر ته پکار دي، چې ښه رهبري وکړي، نه داچې خپله مخکې توپ وهنې ته راځي او یا د توپ اچوونکو په شتون کې خپل اورونه پوره کړي.

د کومو لوبډلو سره کوم ډول ولوبیږو؟

د انګلېنډ، سویلي افریقا او اسټرالیا څخه باید زموږ لوبډله ځان وساتي، ځکه درې واړه لوبډلې د جام سرسخته او د وړاندوینې په اساس د جام وړونکي بلل شويدي.

د هندوستان، نېوزېلېنډ او وېنډيز سره باید مساویانه لوبه ترسره کړي، د احتیاط ترڅنګ د ګټنې فکر هم ولري.

د پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو سره، چې له وړاندې یې د ګټنې څخه د ماتې فیصدي لوړه ده او افغانستان لدې وړاندې هم ماتې ورکړي، باید د ګټلو په نیت بشپړ پلان جوړ او پلی کړي.

په هر صورت کریکټ د وړاندوینې لوبه نده، خو بیا هم افغان لوبغاړي باید د ځان دپاره نه بلکې د خپل ځوریدلي ولس او ویاړمن هېواد په نوم د لوبې ډګر ته ښکته شي او په پوره افغاني غرور سره مسلکي لوبه نندارې ته وړاندې کړي.