کونړ ځوانان: کرکټ بورد یې استعدادونو ته پاملرنه نه کوي

راپور: زاهدالله ، کونړ  

په دې وروستېو کې د کرکټ لوبې د هېواد په لر او بر کې ډېر مېنوال پیدا کړي دي، چې د هېواد په ختځ  کونړ ولایت کې هم ځوانان له ډېرې مینې په شړو ځمکو د خوښې لوبې (کرکټ) باندي بوخت دي، دا ځوانان ګیله من دي چې د وړتیا سره سره په ملي لوبډله کې ځان نه ویني او لوبغالي او روزنځایونه یې د نشته برابر دي.

د کونړ کرکټ بورډ په مرکز اسعد اباد کې یوازي یو لوبغالی او روزنځای لري چې هغه هم په معیاري بڼه نه دی جوړ شوی.

زاهدالله

د کرکټ اتلس کلن مېنوال عبدالقیوم ( نعیمي ) « زموږ په هره ولسوالۍ کې ښه با استعداده ځوانان شته، په کار ده چې په هره ولسوالۍ او په ځانګړې توګه په مرکز کې لوبغالي او مسلکي روزونکو تر نظر لاندې روزنځایونه جوړ شي، چې د کرکټ بورد مرکژي اداره مو دې استعدادونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي » .

د کونړ کرکټ بورډ چارواکي هم ستونزي مني او وایي چې ملي لوبډله کې ځکه کوم کونړی لوبغاړی نشته چې په زون کې ورسره بې انصافي کیږي.

د کونړ کرکټ بورډ مشر ډاکټر رازمحمد عابد ډاډ ورکوي، چې یو کال کې به د کونړ څلورو برخو کې د کرکټ لوبغالي او روزنځایونه جوړ کاندي.

ښاغلی عابد دا هم وایي چې د کرکټ بورد مرکزي چارواکي یې  قانع کړي او د کونړ یوازنی ګراونډ به ورته په معیاري سټیډیم بدل کړي، هم به مرکز ته څېرمه سرکاڼو ولسوالۍ کې یو میدان ورغوي .

د کونړ ځوان او زاړه لوبغاړي نویو ژمنو ته خوښ دي، خو تر څنګ یې اندیښنه هم ښيي او وایې چې په تیر کې هم ورسره ورته ژمنې شوې، تل ژمنې پاتي شوې، دا به وخت په ډاګه کړي چې د کونړ کرکټ بورډ نوی مشر به خپلو ژمنو کې څومره بریالی راخېږي.