مشرانو جرګې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي او د بورد مسوولان تقدیر کړل

د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مسئولان او ملي لوبغاړي د وروستیو نړیوالو بریاوو په خاطر وستایل.

د مشرانو جرګې غړیو نن /چهارشنبه/ په رسمي غونډه کې د کرکټ د اتلانو ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري برخه لرله.

د کرکټ بورډ له خبرپاڼې سره سم، د مشرانو جرګې دوهم نایب انجنیر حسیب الله کلیمزي، د دارالانشاء لوی رئیس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي، د مشرانو جرګې عامه هوساینې رئیس سناتور نثار احمد حارث او د مجلس یو شمیر نورو سناتورانو د کرکټ بورډ مسئولینو او ملي لوبډلې کوربه توب وکړ.

2د مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي رئیس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي په پیل کې د کرکټ بورډ مسئولینو او ملي لوبغاړو هرکلی وکړ.  نوموړي د کرکټ ملي لوبغاړو لاسته راوړنې په ملي کچه بې سارې وبللې او په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې یې د ملي لوبډلې بریاوې د ټول ولس ویاړ وبللې. هاشمي د ملي لوبډلې ترشاه د کرکټ بورډ مسئولینو غوره مدیریت حیاتي او ډېر اغېزمن وباله او د کرکټ د بریالۍ ادارې له مشرانو او لوبغاړو مننه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د مشرانو جرګې له مشرتابه او ټولو غړو مننه وکړه. نوموړي وویل چې، د کرکټ اداره او لوبغاړي مدام د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو لخوا تقدیر شوي دي او د کرکټ د ادارې هر غړی یې منندویي کوي. نوموړي وویل چې، موږ پرمخ روان یو او زموږ تر شا د ولس او مشرانو ملاتړ زموږ حوصلې لوړوي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم د مشرانو جرګې له هڅونې مننه وکړه. نوموړي وییل چې، کرکټ په افغانستان کې د خپل ۱۳ کلن تاریخ په اوږدو نن له نویو لارو تیریږي. موږ خپل پلانونه په اغېزمن ډول پلي کوو، بریاوې راوړو او د ولس لخوا هڅول کیږو. ستانکزي وویل چې، مشرانو جرګې  تل د کرکټ ملا تړلې او موږ یې د زړه له کومې مننه کوو.

د مشرانو جرګې غړو د کرکټ بورډ مسئولانو او ملي لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *