مجیب الرحمن به په ایرلنډ کې د افغان ملي لوبډلې سره یو ځای شي

تاند

ټاکل شوې نن سې شنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی چې د توپ اچوونې په برخه کې پرې د راشد خان او محمد نبي وروسته ډېر باور کیږي، په ایرلنډ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.

مجیب ځدران، نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې د هندوستان د غوره ‌لیګ سیالیو په لوبو کې بوخت وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په ‌دې اړه وویل:

“زموږ دا درې لوبغاړي د نړۍ په کچه له غوره لوبغاړو څخه دي، دا لوبغاړي چې د ملي لوبډلې په جوړښټ کې یو ځای شي د ملي لوبډلې ترکیب به لا پیاوړی شي او موږ هیله مند یو چې له ایرلنډ سره په لوبه کې افغانستان ښه لاسته راوړنې ولري.”

نوموړي وویل، ټاکل شوې چې محمد نبي او راشد خان د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

له ایرلنډ سره لومړۍ لوبه د همدې میلادي میاشت په ۱۹مه او دوهمه لوبه به په ۲۱مه نېټه ترسره شي.

افغانستان اوس د نړۍ له لسو پیاوړو لوبډلو یوه غښتلې لوبډله شمېرل کیږي او د ۲۰۱۹ م کال د یو ورځنېو سیالېو په نړیوال جام کې به د نړۍ له مخکښو او نوموتو لوبډلو سره ولوبیږي. د کرکټ مبصرین د افغانستان لوبډله پیاوړې ګڼي او امکان ښيي چې ملي لوبډله به تر نیمه پایلوبې په یاد جام کې ښې لوبې وکړي.