ایرلنډ لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه
نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د افغانستان اسلامي بانک جام دریمه او وروستۍ شل اوریز نړیواله لوبه روانه ده چې په د لوبې په پیلېدو سره سیالې لوبډلې د توپوهنې پرېکړه او په لړ کې یې په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.
د ایرلنډ توپوهونکو له لوري جي جې ډیلانې ۳۷، ټکټار ۳۱ او کېون اوبراین ۲۶ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې نن د ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي هر یو قیس احمد او نوین الحق ډېر ښه وځلېدل او هر یوه درې-درې ویکټې واخیستې.
د هغوی سربېره مجیب الرحمن او راشدخان هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او سیاله لوبډله یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښوده.
افغان لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.