ایرلنډ په سوپر اوور کې افغان لوبډله ماته کړه

د ایرلنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه کرکټ لوبه د سه شنبې په ورځ پیل شوه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړیو کې منډې مساوي شوې او سوپر اوور ترسره شو، چې سوپر اوور کې ایرلنډ کرکټ لوبډلې افغانستان ته ماته ورکړه او وروستۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.
ایرلنډ لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.
قېس احمد او نوین الحق درې، درې وېکټې واخېستې.
افغان کرکټ لوبډلې هم د رحمان الله ګربز د ۴۲ منډو په مرسته ۱۴۲ منډې وکړې او منډې مساوي شوې، چې لوبه سوپر اوور ته ووته.
افغان لوبډلې په سوپر اوور کې د محمد نبي عیسی خېل د ۴ منډو او د رحمان الله ګربز د څلور منډو په مرسته ۸ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې ۹ منډې هدف ورکړ.
ایرلنډ په سوپر اوور کې دغه هدف په وروستي توپ پوره کړ او افغانستان ته یې ماته ورکړه.
له دې وړاندې دوه شل اوریزې لوبې افغانستان ګټلې وې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې وه.