وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

رسمي: د نورویچ سیټي حمله کوونکی لوبغاړی ټیمو پوکي د انګلستان د حرفه یي ( PFA) فوټبالرانو د کاروونکو له نظره د غوره لیګ د اګست میاشتې غوره لوبغاړی انتخاب شو.

تر هغه وروسته چې د ناپولي پر وړاندې ماټیا ډشیلیو زخمي شو، د ایټالیا ملي لوبډلې یي ځایناستی د اینټر میلان دفاعي لوبغاړی ډنیلو ډي امبروزیو کړی، چې د یورو کپ په غوراوي لوبو کې به ولوبیږي.

د 2013م کال په دې ورځ، ګریټ بیل د ریال ماډریډ مینوالو ته معرفي شو.

د یوونټوس کلب ته نږدې خبریال رومیو اکرسټي ویلي دي، چې ماټیا ډشیلیو به په یوونټوس کي پاته شي. پاریس سېنټ جرمن د دې لوبغاړي د رانیولو سره علاقه لري، خو یوونټوس یي خرڅولو ته نه دی حاضر شوی.

ولز د اذربایجان او بیلارووس د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.

رسمي: د ناپولي دفاعي لوبغاړی ولاډ چریکز په قرضي توګه د ساسولو سره یو ځای شو.

د اث میلان پخوانی لوبغاړی الکسانډر پاټو نن 30 کلن شو.

الخلیفه وایي، هر څوک چي نیمار غواړي نو 300 میلیونه یورو دي راکړي.

ناواس په پاریس کي!
16 ورځې وروسته د ریال ماډریډ پر وړاندې لوبیږي.