وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

  • د ډورټمنډ 14 کلن لوبغاړي یوسوف موکوکو د دې کلب د 19 کلنو لوبډلي په لومړۍ لوبه کې 6 ګولونه ولګول.
  • رسمي: د پاریس سېنټ جرمن دفاعي لوبغاړی کرر د زخمي کېدو په خاطر دوې یا درې اوونۍ به د لوبو څخه لیرې وي.
  • رسمي: د منچسټر سیټي دفاعی لوبغاړی ایلیاکیم مانګالا په دوه کلن قرارداد د خپل پخواني کلب والنسیا سره یو ځای شو.
  • سکای ایټالیا: روما د لیورپول د دفاعي لوبغاړي ډژان لاورن سره د کاله په درې کلن معاش شخصي توافق ته رسیدلی دی. لیورپول د هغه د خرڅولو له پاره 15 میلیونه یورو غواړي.
  • رسمي: د اینټر میلان کروشیایی لوبغاړی ایوان پریشیچ په قرضي قرارداد او د رانیولو د اختیاري بند سره د بایرن میونیک سره یو ځای شو. پریشچ به په بایرن میونیک کي 14مه شمېره لباس په تن کوي.
  • د جرمني د حذفي جام د دوهم پړاو پچه اچونه راتلونکې یکشنبه کېږي.
  • رسمي: د سویا اتریشی دفاعي لوبغاړی مکس ووبر په 5 کلن قرارداد د سالزبورګ سره یو ځای شو.