وروستي ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د هسپانیا پخواني روزونکي لوییز انریکي په یوې بیانیه کې تائید کړه، چې 9 کلنه لور یي د سرطان د مریضۍ له امله مړه شوه.
انریکي څه وخت مخکې د نا معلومو دلایلو له امله د هسپانیا د روزونکي په حیث له دندې استعفاء ورکړې وه.
ویرجیل فن ډایک د 2005م کال راهیسې د لیورپول لومړی لوبغاړی شو، چې د یوفا د غوره لوبغاړي جایزه یي وګټله. ( 2005 کي جرارډ وو).
لومړی دفاعي لوبغاړی شو چې دغه جایزه یي وګټله او لومړی هالنډی لوبغاړی شو، چي دغه جایزه یي وګټله.
رسمي: فن ډایک د یوفا له خوا د تېر فصل د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

رسمي: لوسي برونز د یوفا له خوا د تېر فصل غوره ښځینه لوبغاړې انتخاب شوه.
رسمي: لیونل میسي د اروپا د اتلانو د لیګ د تېر فصل د غوره حمله کوونکي لوبغاړي په توګه انتخاب شو.
رسمي: د ایاکس د تېر فصل او د بارسلونا اوسنی مرکزي لوبغاړی فرانکي ډي یانګ د اروپا د اتلانو د لیګ د تېر فصل د غوره مرکزي لوبغاړي په توګه انتخاب شو.
رسمي: د لیورپول دفاعي لوبغاړی ویرجیل فن ډایک د اروپا د اتلانو د لیګ د تېر فصل د غوره دفاعي لوبغاړي په توګه انتخاب شو.
رسمي: د لیورپول ګول ساتوونکی الیسون بیکر د اروپا د اتلانو د لیګ د تېر فصل غوره ګول ساتوونکی انتخاب شو.