هاکي لوبه وپيژنئ

سید ادریس ولیزاده

هاکي هم یوه په زړه پورې لوبه ده.
د یادې لوبې د پیدا کېدو سیمه د هند نیمه وچه ښودل شوې ده.
د هاکي لوبه په دوه ډوله کېږي: یوه د شنیلي او بله د کنګل پرمخ.

د کنګل پرمخ هاکي تر ځانګړو مقرراتو لاندې په یخو هېوادونو کې ترسره کېږي، خو د علم او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د کنګل پرمخ د هاکي لوبې د میدانونو لپاره په سر پوښلو سټډیمونو ( لوبغالو) کې مصنوعي کنګلونه هم جوړېږي.

د شنیلي (سبزي) هاکۍ په لویو ډګرونو کې د هاکي هره لوبډله یوولس تنه لوبغاړي لري.
د هاکي په ټیم کې یو شمېر احتیاطي لوبغاړي هم وي، چې د اړتیا په وخت کې د اصلي لوبغاړو پرځای په لوبه کې ګډون کولای شي.

د هاکي ګول ۳.۶۶ متره اوږدوالی او ۲.۱۴ متره لوړوالی لري. ګول باید د جال په واسطه وپوښل شي. د هاکي توپ کلک دی او ۱۵۶ څخه تر ۱۶۳ ګرامه وزن لري.
د هاکي لوبغاړي په یو ځانګړي لرګي چې د سټک په نامه یادېږي، لوبه کوي، د هاکي لوبه ۷۰ دقیقې وي یعنې په دوه ۳۵ دقیقه یې میدانونو کې ترسره کېږي. وروسته له هر میدانه پینځه دقیقې تفریح ورکول کېږي.
لوبه د میدان دننه لوبڅار او لین مینانو له خوا چې د میدان په دواړو خواوو کې له بیرغونو سره ولاړ وي، څارل کېږي.

ددې لپاره چې د هاکي لوبه له خطره ډکه ده او امکان لري چې په توپ باندې واردې شوې ضربې د ګولکیپر په ځان ولګېږي، له دې امله د هاکي ګولکیپر ځانګړي او کلک کالي لري.
د هاکي لوبې په پخوا وختونو په افغانستان کې هم مینه وال او پلویان درلودل او د کابل د عسکري کلوپ په ورزشي ډګرونو کې د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ جدي او دوستانه لوبې جوړیدې،خو له نورو ورزشونو سره په پرتله کې یې ګرانښت د پاملرنې وړ نه و.