سبا شنبه په اسټرالیا کې د هاکي سیالۍ پيلیږي

 د نوي عیسوي کال په راتګ سره د نړۍ زیاتره هېوادونه د ډول، ډول ورزشونو سیالۍ جوړوي، د نوي کال په پلمه اسټرالیا کې هم څلور ورځنۍ هاکي سیالۍ پېلېږي او د جنوري په ۷ مه نېټه پای ته رسېږي.

 دا چې نوی ۲۰۲۰ م کال تازه پیل شوی، پکې د خوښیو لمانځل د ورزش په مرسته کېږي، هاکي لوبې د کنګل یا یخ د سطحې سربېره په نورو لوبغالو کې هم کېږي، نو اسټرالیا بیا د جنوري له څلورمې نېټې د جنوري تر ۷ مې نېټې د هاکي سیالیو کوربتوب ته چمتووالی روان کړی دی.

 په دې سیالیو کې لسګونه ځایي لوبغاړي برخه اخلي او د اتلولۍ ګټلو هلې ځلې کوي.

 د اسټرالیا سربېره د نړۍ نورو هېوادونو لکه امریکا متحده ایالات، اروپایي او اسیایي هېوادونه هم دا سیالۍ کوي، چې ډېری مینوال یې له نږدې نندارې کوي