افغانستان د “اوپن سیریز” په لړ کې د هاکي لوبې لومړۍ سیالۍ وبایلله

د  هاکي “اوپن سیریز” سیالۍ تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې پېل شوی چی په کې افغان لوبډلې لومړۍ سیالۍ ازبکستان ته وبایلله.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخی، په لومړۍ لوبه کې ازبکستانۍ هاکي ملي لوبډلې د یوی په زړه پوری او یو اړخیزی لوبې وروسته ۱۱ د ۰ ګول په وړاندی افغانستان ته ماتې ورکړه.

د ازبکستانۍ لوبډلې په ګټه قلندروف او روسلان په یواځي ځان د خپل هیواد په ګټه دری دری ګولونه ووهل چې افغان لوبډلې یی هیڅ ځواب نه درلود.

ټاکل شویده دروانو سیالیو په دوام به افغان هاکي ملي لوبډلې دوهمه لوبه د ډېسمبر پر ۱۹مه مازیګر ۳ نیمې بجې له قزاقستان سره او وروستۍ لوبه د ډېسمبر پر ۲۱مه ماسپښین يوه نیمه بجه له نیپالۍ هاکي ملي لوبډلې سره وکړي. د هاکي «اوپن سیریز» سیالۍ د نړۍ د ۵ وچو د ۴۶ هېوادونو هاکي ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال جون پر ۵مه پیل شوې‌دي او په رسمي توګه به په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېږي..

د یادونې ده چې پوره دوه اتيا کاله پخوا د برلين په اولمپيک سياليو کې د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې برخه اخيستې وه. لومړۍ لوبه يې له ډنمارک سره شپږ په شپږ مساوي کړې وه خو په دويمه کې يې له کوربه جرمني څخه څلور يو بايللې وه. خو په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د هاکي خبرې چا نه وې اورېدلې. اوس په کابل کې د ملي لوبډلې لپاره هڅې روانې دي.