د جنوبي افریقا په درې هیوادیزو سیالیو کې افغانستان لومړۍ مسابقه وبایلله

خبریال: فضل رحیم رحیم؛ د هندوستان د کرکټ الف لوبډلې په ۷ ویکټونو د افغانستان الف لوبډلې ته ماته ورکړه او د لړۍ یا سيريز لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د لسو ويکټو په سوځيدو ۱۴۹ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې ۱۵۰ هدف وټاکه. د افغان توپ وهونکو له لوري شرف الدین اشرف ۳۹ او جاوید احمدی ۲۵ لوړې منډی وکړې.

 د هند لوبډلې په ۳۱ اور کې د درېو لوبغاړو په سوځيدو ياد هدف پوره کړ او لوبه یې پخپله بریا تمامه کړه.

د هندوستان الف لوبدلې له لورې په توپ وهنه کې تر ټولو زیاتې۵۷ منډی کرن نایر جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

افغان الف لوبډله به راتلونکې يکشنبه د سويلي افريقې له لوبډلې سره د لوبې ميدان ته ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *