داسي لوبغالی چې استوا کرښه یې په منځ کې تېرېږي

تاند- په نړۍ کې یو داسې لوبغالی هم شته چې نیمه خوا یې د استوا کرښې شمال ته او نیمه بله جنوب ته ده.

دا لوبغالی په برازیل کې دی. لوبغالی دقیقاً پر هغه ځای جوړ شوی چې استوا کرښه پرې تېره شوې ده.

کله چې د فوتبال دوه ټیمونه مسابقه کوي، یو به د استوا په یوې خوا او بل په بلې خوا کې وي.

د برازیل په مکاپا کې دا لوبغالی، چې (Estádio Milton Corrêa) نومېږي او په ځايي خلکو کې په (Zerão) مشهور دی، د بېلابېلو لوبو لپاره کارول کېږي خو عموماً د فوټبال مسابقې پکې کېږي.

دا لوبغالی کومه بله ځانګړتیا نه لري، یوازې په دې خاطر زیات مشهور دی چې د استوا کرښه یې په منځ کې تېرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *