افغان ۱۹ کلن ټیم نړیوال جام ته بریالی شو

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو د کشرو لوبغاړو لوبډله د نولس کلنو د غوراوي جام په څلور هیوادویزو مسابقو کې لومړی مقام خپل کړ او ۲۰۱۸ د نولس کلنو نړیوال جام ته بریالی شو.

د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې له مالیزیا، نیپال او کوربه سینګاپور سره دوه – دوه ځلې مخامخ شو او ټولې سیالۍ یط په ډېر توپیر وګټلې.

د افغانستان د نولس کلنو وروستۍ مسابقه له نیپال سره وه. پچه افغان لوبډلې وګټله او بیټنګ یې غوره کړ.

افغان ټیم په ۴۶ اوورونو کې ۱۹۵ منډې وکړې. د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ وکړې. ده ۱۰۱ منډ وکړې.

خو نیپالي لوبغاړي، په داسې حال کې چې ټولټال یې ۹۹ منډې کړې وې، په ۴۱ اوور کې وسوځېدل.

یوسف ځاځي ۴، مجیب ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول. درې نور شمس وليخېل، طارق ستانکزي او ظاهر پکتین وسوځول.

د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې افغان نولس کلنو هیڅ لوبه ونه بایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *