کرکټ|| افغان ۱۹ کلنو نیپال ته زوروره ماتې ورکړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ د نولس کلنولوبډلو د نړیوال جام د غواری پړوا په سیالیو کې نن /پنجشنبه/ فغان نولس کلنې لوبډلې نیپال لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.

د لوبې پچه د نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان نولس کلنو ته يې د توپوهنې یا بیټنګ بلنه ورکړه.

افغان نولس کلنې لوبډلي په (۴۹،۵)اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدوسره ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

د افغان نولس کلنو له لوري زياتې منډې ابراهيم ځدراڼ وکړې. ده (۴۳) منډي جوړې کړې.

په ځوابي توب وهنه کې نیبال لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبدله یې په (۴۹) منډو وسوځیده. تر دې وړاندې افغان لوبډلې مالیزیا او سینګاپور ته هم سخته ماتې ورکړې وه خو ګومان نه کېده چې نیپال ته به په دومره زیات توپیر ماتې ورکوي ځکه چې نیپال هم نسبتاً په ډېر توپیر مالزیا او سینګاپور مات کړي ول.

 د افغان نولس کلنو له لوري نوين الحق چې (۴) لوبغاړي یې سوځولي و، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې افغان نولس کلنه لوبډله د غوراوی جام په سیالیو کې درې واړه مسابقې ګټلي او هیڅ یوه یې نه ده بایللې.

که څه هم افغانستان اوس د لوبو په جدول کې لومړی مقام لري خو افغان ټیم باید له هر ټیم سره یوه – یوه بله مسابقه هم وکړي.

د نولس کلنو د غوراوی جام په سیالیو کې څلور لوبډلې (افغانستان، نیپال، سینګاپور او مالیزیا) ګډون لري.


لوبه/ مسابقه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *