کرکټ| افغان او سینګاپوري ۱۹ کلن مخامخېږي

تاند- د افغانستان د نولس کلنو لوبډله د غوراوي جام د سیالیو په لوبو کې نن /سې شنبه/ په خپله دوهمه مسابقه کې د سینګاپور له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

پرون سینګاپور خپله لومړۍ مسابقه پر نیپال وبایلله خو افغانستان له مالیزیا څخه په ډېر توپیر وګټله.

د نولس کلنو د غوراوي جام په سیالیو کې افغانستان، مالیزیا، نیپال او سینګاپور برخه لري.

په دې سیالیو کې، چې د سینګاپور په ښکلي او پرمختللی هیواد کې روانې دي، نن دوهمه سیالي د نیپال او سینګاپور ترمنځ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *